شاته

د زابل د شاجوۍ ولسوالۍ د سقوط په اړه اندېښنې

د زابل د ولایتي شورا رئیس وايي، که د شاجوۍ ولسوالۍ امنیتي وضعیت ته پاملرنه ونشي له امله به یې د کابل ـ کندهار لار د ټرافیکو پر مخ وتړل شي.

عطاجان حقبیان د شنبې په ورځ د تلې پر «تلې پر۱۳مه» امریکا غږ ته وویل، په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو پراخ حضور د لارې د تړل کېدو وېره زیاته کړې ده.

هغه وویل:"د شاجوۍ او کابل – کندهار د لويې لارې د امنیت په اړه مو ولایتي ادارې ته خپله اندېښنه ښودلې ده."

بلخوا یوې سرچینې د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې له تېرې یوې اونۍ د جګړې له وېرې د شاجوۍ بازر د خلکو پر مخ تړل شوی او د ولسوال د دفتر او امنیه قومندانۍ پرته د بازر تر لسو زیاتې پوستې طالبانو نیولي، چې له امله یې ولسوالي د سقوط له ګواښ سره مخ شوې ده.

خو د والي ویاند ګل اسلام سیال بیا امریکا غږ ته وویل، د زابل والي تېره ورځ شاجوۍ ته تللی او د ولسوالۍ د سقوط خطر نه پېښېږي.

شاجوۍ د کلات په ختیځ پنځوس کیلو مترۍ کې د کابل – کندهار پر لویه لار پرته پراخ نفوس لرونکې ولسوالي ده چې تر ولایتي مرکز وروسته د زابل مهمه سیمه بلل کیږي.

بلخوا روغتیايي چارواکي، وايي، طالبانو د یو نامعلوم دلیل په وجه له تېرې ورځې راپدېخوا د شاجوۍ مرکزي روغتون د ناروغانو پرمخ تړلی دی.

د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر لعل محمد توخي امریکا غږ ته وويل، چې دغه روغتون ته د شپږو ولسوالیو د ناروغانو تر څنګ د کابل – کندهار د لويې لارې د ټرافيکي پېښو قربانیانو هم وروړل کېږي او د ولایت په کچه دوهم ستر روغتون دی.

تېره میاشت په زابل کې د طالبانو په موټر بم برید کې د زابل یو روغتون په بشپړه توګه ویجاړ شو.

طالبانو د شاجوۍ د روغتون د تړل کېدو په اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي