شاته

غني:درې اونیو کې به نوی ولسمشر لوړه وکړي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په درې اونیو کې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم تر سره کړي.

ښاغلي غني د شنبې په ورځ د اکتوبر پر ۵مه «تلې ۱۳مه» افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د زرو اپارتمانونو د وېش مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې نوی ولسمشر د ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا اعلانېږي.

نوموړي زیاته کړه:"په درې اونیو کې به نوی ولسمشر د افغانستان د خلکو د پاکو رایو په اساس د لوړې مراسم تر سره کړي،چې د اعلان مسؤلیت به یې د ټاکنیزو کمېسیونونو په غاړه وي..."

ولسمشر غني پر داسې مهال په درې اونیو کې د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د تر سره کېدو اعلان کوي، چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له‌مخې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د روانې تلې میاشتې پر ۲۷مه او وروستۍ پایلې یې د عقرب میاشتې پر ۱۶مه اعلان شي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د روانې «تلې میاشتې پر شپږمه» نېټه تر سره شوې، چې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له‌مخې دا مهال له ولایتونو څخه مرکز ته د ټاکنیزو موادو د انتقال لړۍ پیل شوې ده.

په ورته مهال نن شنبه د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله خبریالانو ته وویل، چې د «تلې پر شپږمه» ولسمشریزو ټاکنو پر مهال یو شمېر بایومیټریک دستګاوې په کابل او ولایتونو کې ورکې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې یوازې په کابل کې له له شپږو څخه تر اوو پورې بایومیټریک دستګاوې ورکې دي او همدارنګه یو شمېر زورواکانو په کابل کې د ۲۲ بایومیټریک دستګاو د حافظې شمارلو کارټونه ایستلي او له خپل ځان سره یې وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عبدالله عبدالله په ګدون د ولسمشریزو ټاکنو ګڼو کاندیدانو ویلي، چې له بایومیټریک پرته نورې رایې نه مني.