BBC
 شاته

په ترکيه کې د کودتا ناکامه هڅه: زرګونه کسان نيول شوي او له دندو ګوښه شوي

Image copyright Reuters
Image caption د پوځ د يوې ډلې له خوا د دغې کودتا پر ضد يو شمېر خلک لارو او کوڅو ته راوتلي

د ترکیې لومړی وزیر بن علي يلدريم وايي په ترکيه کې د کودتا هڅه په ناکامۍ پای ته رسېدلې او دغه کودتا يې د ترکيې پر ديموکراسۍ يو "تور داغ" بللی دی.

د ترکيې د حکومتي رسنۍ انادولو په وينا د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۷۴۵ قاضيان له دندو ګوښه شوي دي. دغه پرېکړه د قاضيانو او څارنوالانو د څار کمېټې کړې ده.

د راپورونو له مخې ويل کېږي ګوښه شويو قاضيانو د ترکیې د يوه مذهبي مشر فتح الله ګولن سره اړيکه لرله، پر نوموړي تور دی چې په دغه کودتا کې يې لاس درلود.

د ترکيې ځينې چارواکې وايي د کودتا دغه پلان فتح الله ګولن جوړ کړی، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او وايي په دې کې يې هېڅ لاس نه درلود.

په همدې حال کې سهار له دغه هېواده د ګډوډۍ خبرونه هم خپاره شول.

د ترکيې لومړی وزير وايي د کودتا د دغې هڅې له امله تر ۱۶۰ ډېر کسان چې ډېری یې ولسي وګړي دي وژل شوي.

Image copyright Reuters
Image caption د ترکيې لومړي وزير ويلي د کودتا هڅه په ناکامۍ پای ته رسېدلې ده

همدا ډول نوموړي ويلي چې نژدې درې زره پوځيان په دغه کودتا کې د ونډو لرلو په تور نيولي دي.

په ترکیه کې تېره شپه د ولسمشر رجب طیب اردوګان په غیاب کې د پوځ یوې ډلې د کودتا هڅه وکړه، خو استانبول ته د اردوګان له ستنېدو وروسته نوموړي خپلو ملاتړو او ترکي وګړو ته په وینا کې وویل، چې د کودتاچیانو مخه ونیسي، همدا وو چې واټونو ته خلک راووتل او د کودتا کوونکو ځواکونو د ټانکونو مخه یې ونیوه.

ولسمشر اردوګان د کودتا دا هڅه یو "خاینانه عمل" بللی او د پوځ د پاکولو ژمنه یې کړې.

Image copyright Reuters

نوموړي وړاندې پوځ ته د هغو چورلکو د ويشتلو امر کړی و چې کودتاچيانو ترې ګټه اخيسته، راپورونه وايي د کودتاچيانو يوه چورلکه د ترکي ځواکونو له خوا را غورځول شوې ده.

بلخوا ويل کېږي د ترکيې د تېرې شپې په کودتا کې ښکېل اته تنه پوځيان په يوه چورلکه کې يونان ته تښتېدلي دي.

د راپورونو له مخې دغو پوځيانو د يونان له حکومته د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.

خو د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چاوش اوغلو د ټويټر له لارې ويلي، له يونانه يې د دغو اتو تنو د بېرته ورسپارلو غوښتنه کړې ده.

Image copyright AFP