BBC
 شاته

عمران خان: که جګړه وشوه، اتومي جګړه به وي

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په نژدې یو ساعته وینا کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل، 'د کشمیر وضعیت د پاکستان او هند تر منځ د اتومي جګړې لامل کېدای شي. نوموړي زیاته کړه، که جګړه وشي، په خبره یې پاکستان به تر وروستي بریده لاړ شي.'