شاته

د ۴۴۵ انتخاباتي مرکزونو د تړل کېدلو لاملونه کوم دي؟

د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه مرکزونه د ناامنیو او نورو عواملو له امله تړلي وي چې له امله به یې له نیم میليون زیات کسان د رأیې ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ به د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې ۴۴۵ مرکزونه تړلي وي چې له امله به یې څه باندې پنځه لکه کسان د رأیې ورکونې له حقه محروم شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو مرکزونو د تړلو لامل، ناامني، د رأیې ورکوونکو د شمېر کموالی او دغو مرکزونو ته د حساسو او غېر حساسو موادو په لېږد کې شته خنډونه يادوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کميشنر مولانا محمد عبدالله د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: د ولایتونو په کچه د امنیتي بنسټونو، والیانو او د کمېسیون د مسؤلینو د ارزونو درې لاملونه موجود دي چې يو یې امنیتي ستونزه ده، دوهم دغو مرکزونو ته د حساسو موادو د لېږد ستونزه ده او درېیم په هغو مرکزونو او محلونو کې د رأی ورکوونکو د کچې کموالی دی.

د ښاغلي عبدالله په خبره، تړلي مرکزونه تر ډېره په شمالي او جنوبي ولایتونو کې دي، دا شان په میدان وردګ، نورستان، فراه، کندهار او يو شمېر نورو ولایتونو کې هم تړلي مرکزونه شته.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، ارزګان، زابل، هلمند، نیمروز، پکتیا، خوست، ننګرهار، غزني او کونړ هغه ولایتونه دي چې امنیتي ګواښونه په کې شته، خو د رایې ورکونې په ورځ یې ټول مرکزونه پرانيستي وي.

د دغه کمېسیون په خبره، د کورنیو چارو وزارت د راپور له مخې، ۳۳۶۰ مرکزونه له کوم امنیتي ګواښ سره مخ نه دي، ۶۷۵ مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ او ۹۰۷ مرکزونه له ټیټ امنیتي ګواښ سره مخامخ بلل شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان په ۶مه ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رأیې اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو د کورنیو چارو وزارت تر ارزونو وروسته وویل چې یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولی شي چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۱۸۰۰ مرکزه کم دي.

خو په دومره زیات شمېر کې د مرکزونو تړلي پاتې کېدل د څار يو شمېر بنسټونو ته تر کومه د منلو دي؟

دې پوښتنې ته د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید داسې ځواب وايي: څومره چې مراکز کمېږي، په همغه اندازه د خلکو په ګډون باندې اغېز کوي، خو د هغوی دلایل هم پرځای دي، هلته ګواښونه زیات دي چې که امنیت یې هم ونیول شي، نه خلک رأیه اچونې لپاره راتلی شي او حتی د موادو د ورکېدو او ضایع کېدو امکان هم شته.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشی
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشی

ښاغلی رشید وايي، په افغانستان کې روانو حالاتو او جنګي شرایطو ته په کتو د نورو مرکزونو د تړل کېدو اندېښنې هم شته.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکړی چې د ټاکنیزو مرکزونو د امنیت د ساتلو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي دي او خلک کولی شي چې په ډاډه زړه د رأیې ورکونې مرکزونو ته لاړ شي.