شاته

په افغانستان کې سبا د شنبې په ورځ د میزان په ۶مه د ولسمشرۍ ټاکنې دي

په افغانستان کې سبا د سپټمبر په ۲۸مه یا د میزان په شپږمه د جمهوري ریاست ټاکنې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، پرون د سپټمبر په ۲۶مه ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو ترسره کولو ته تیار دی.

د کمېسيون چارواکو وویل چې ولسوالیو ته د حساسو او غیر حساسو انتخاباتي موادو د لېږدولو بهیر به نن جمعه بشپړ شي.

د ټاکنو حساس مواد
د ټاکنو حساس مواد

په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته دا څلورم وار دی چې د جمهوري ریاست ټاکنې کېږي.

په ټول افغانستان کې به سبا د سهار په اوو بجو انتخاباتي مرکزونه پرانیستل شي.

د رأيې ورکولو په شرایطو برابر خلک به د مازیګر تر څلورو بجو وخت ولري چې د خپلې خوښې کاندید ته رأيه ورکړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات پرون ماښام ازادي راډیو ته وویل: د ټاکنو د ملي پلان له مخې تر چهارشنبې ۲۰۹ ولسوالیو ته انتخاباتي مواد لېږدول شوي وو او د پنجشنبې په ورځ ۱۱۶ ولسوالیو ته حساس مواد واستول شول او نن به د رأيې ورکونې ټولو مراکزو ته د حساسو او غیر حساسو موادو له لېږدولو ډاډ ترلاسه کړو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ټاکنو په ورځ به د ۴۹۴۲ ټاکنیزو مرکزونو امنیت ټینګ کړي.

د ټاکنو لپاره یوه اساسي ستونزه د امنیت خرابوالی دی.

امنیتي ځواکونو ویلي چې شدید تدابیر یې نیولي دي.

د ټاکنو د امنیت لپاره د تورخم لار بنده شوې ده.

په ننګرهار کې چارواکو پرون وویل چې پر تورخم به یوازې ناروغو وګړو ته د تېرېدو اجازه ورکول کېږي.

د تورخم لار به تر انتخاباتو وروسته بېرته پرانیستل شي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې تر ۷۰ زره زیات پولیس او عسکر د انتخاباتو د امنیت لپاره په دنده ګمارل شوي دي.

د افغانستان د حکومت د پرېکړې پر اساس، دا وار په انتخاباتي مرکزونو کې پرمختللي ماشینونه د رأيي ورکوونکو بایومټریک معلومات ثبتوي.

د ټاکنو د شفافیت لپاره به د رأیې ورکوونکو د ګوتي نښان، د سترګو عکس او د مخ عکس اخیستل کېږي.

د ښځو لپاره د رأیې ورکولو جلا مرکزونه جوړ شوي او د ښځو په مرکزونو کې به یوازې ښځې کار کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سرپرست ویاند ذبیح الله سادات وویل چې په ډېرو ولایتونو کې د انتخاباتي مامورینو د استخدام بهیر یې بشپړ کړی دی.

سادات په یوشمېر سیمو کې د ستونزو یادونه هم وکړه.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

ذبیح الله سادات وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ځينو سیمو کې د ښځو د استخدام په برخه کې ستونزې درلودلې، په ځیني سیمو کې کورنیو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې د ښځو لپاره په انتخاباتي مرکزونو کې کار وکړي، کمېسون ددې لپاره پرېکړه وکړه چې له هرې ښځې سره د هغې یو محرم هم استخدام کړي او زیات امتیاز ورکړي.

سادات ونه ویل چې څومره موقت کارکوونکي یې ګمارلي دي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د افغانستان د ولسي جرګې په ټاکنو کې یوه ستونزه دا وه چې په ځینو ټاکنیزو مرکزونو کې کارکوونکي نه وو.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې تر۱۲۰ زره زیات کورني او بهرني څارونکي به د شنبې په ورځ د انتخاباتي بهیر څارنه کوي.

په افغانستان کې د رأیې ورکولو په شرایطو د برابرو وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند، ځکه په وروستیو کلونو کې د وګړو دقیقه سرشمېرنه نه ده شوې.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي چې نهه ميلیونه او ۶۶۵ زره کسانو چې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړي.

په دې کې ۳ميلیون او ۳۳۴ زره ښځې دي.

د جمهوري ریاست لپاره هېځ ښځه نه ده کاندیده شوې.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو د کمپاین وخت رسماً پای ته رسېدلی دی.

د انتخاباتو د قانون پر اساس، هېڅ کاندید نه شي کولی چې د خاموشۍ په موده کې د ځان لپاره کمپاین وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسيون ویلي چې پر سرغړوونکو به له ۵ زرو تر یو لک افغانیو جریمه لګېدلی شی.