شاته

ټیفا: له ۶۰ سلنې زیات خلک به په ولسمشریزو ټاکنو کې له رأیې ورکونې محروم شي

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ ټیفا وايي، د نا امنیو له امله به د کورنیو بېځایه شویو به ګډون له ۶۰ سلنې زیات خلک د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې له رأیې ورکونې محروم پاتې شي.

په افغانستان کې د انتخاباتو د یوه څارونکي بنسټ موندنې ښيي چې په شرایطو برابر د نا امنو ولسوالیو اوسېدونکي، کډوال، کورني بېځایه شوي او هغه ښځې چې حاضرې نه دي چې د انتخاباتو په ورځ یې عکسونه واخیستل شي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به خپله رأیه ونه شي کارولی.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده د سې شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل: زمونږ موندنې ښيي چې له شپېته سلنې زیات په شرایطو برابر کسان په افغانستان کې د خپلې رأیې کارولو له حقه محرومېږي او د دې شاهد به اووسو چې د انتخاباتو په ورځ به د ګډون کچه ډېره پراخه نه وي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو د بنسټ ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب زاده

دغه بنسټ په افغانستان کې نا امني او د کمېسیون له خوا تخنیکي ستونزې هغه دلایل ګني چې له امله یې ممکن د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر کم وي.

ښاغلي ایوب زاده د نوم لیکنې د پروسې په څرنګوالي هم انتقاد وکړ او ویې ویل، دا یو ناسم بهیر دی او د خلکو ګډون به په انتخاباتو کې کمرنګه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې چې په شرایطو برابر کسان یوازې په همغو مرکزونو کې چې نوم لیکنه یې کړې ده، خپله رأیه کارولی شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا د معلوماتو له مخې، د کورنیو بېځایه شویو په ګډون هغه کسان چې په هېواد کې دننه د رأیې ورکونې له حقه محروم شوي، شمېر یې درې لکو کسانو ته رسېږي.

اخوا د نورستان ولایت د منډول ولسوالۍ اوسېدونکی عنایت الله وايي، له لسو کلونو راهیسې دوی په انتخاباتو کې ګډون نه دی کړی.

دی وایي: له بده مرغه چې زمونږ په ولسوالۍ کې له دولس دیارلسو کلونو راهیسې انتخابات نه کېږي، په دې نوم چې دلته امنیت او دولت نشته، دا یوه لویه ستونزه او له مونږ سره جفا ده، مونږ نه په ولایتي شورا کې استازی لرو او نه په ولسي جرګه کې.

دا یوازې نورستان نه دی، بلکې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د نا امنو سیمو اوسېدونکي له رأیې ورکونې بې برخې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مخکې ویلی وو چې د افغانستان د ولسمشرۍ د راروانو انتخاباتو لپاره به له پنځو زرو زیات مرکزونه پرانیستي وي.

خو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې په ټول افغانستان کې یې د ۴۲۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کړی دی.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل، له بده مرغه چې کورني بېځایه شوي هم نشي کولی چې په بل محل کې رأیه ورکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند ذبیح سادات

ده وویل: له بده مرغه چې د کورنیو بېځایه شویو لپاره هېڅ ډول حل لاره نشته، دوی یوازې په همغو مرکزونو کې چې خپل نومونه یې ثبت کړي، رأیه ورکولی شي، نه کافي وخت شته او نه هم امکانات چې بیا ځلي د دوی نوم لیکنه وکړو.

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۹ کال په ترڅ د جګړو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له امله شااوخوا څلور سوه زره افغانان له خپلو سیمو او کورونو بېځایه شوي، خو څرګنده نه ده چې په کوم شمېر يې د رأیې ورکونې په شرایطو برابر دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، ډېری نا امنه سیمې یې تصفیه کړي او ډېر شمېر بېځایه شوي هم خپلو سیمو ته ستانه شوي دي.

مخکې تر دې یو شمېر ښځو هم ویلي وو چې نه غواړي په انتخاباتو کې ګډون وکړي، ځکه د انتخاباتو په ورځ د دوی عکسونه اخیستل کېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د روانې میزان میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، د دغو انتخاباتو لپاره نهه ميلیونه او شپږ سوه زرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.