شاته

۱۳۹۴ د ملکیانو لپاره ترټولو خونړی کال وو

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۱۳۹۴ کال کې د ملکي افغانانو د تلفاتو په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړی، چې له مخې یې په افغانستان کې د په دغه کال کې په مجموعي توګه ۹۴۳۱ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ، تیر کال ۳۱۲۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۶۳۰۲ تنه ټپیان شوي، چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر، چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې د دغه رپوټ جزئیات خبریالانو ته وړاندې کول وویل، په تیر لمریز کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی.

که څه هم اغلې سمر په دې اړه کومه شمیره وړاندې نه کړه خو وې ویل، د اوړم کال په پرتله په ۱۳۹۴ کال کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله ۱۷.۸ فیصده زیاته شوې ده.

په دې رپوټ کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې ۷۲ فیصده مسؤولیت د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو په ځانګړې توګه د طالبانو او د حقاني شبکې په غاړه اچول شوی دی.

اغلې سمر وویل، په تیر لمریز کال کې د حکومت وسله‌والو مخالفینو ۲۲۹۴ ملکي افغانان وژلي او ۴۴۷۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه راز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په رپوټ کې د ۲۶۸ ملکي افغانانو د وژنې او د ۹۱۲ تنو د ټپي کیدو مسؤولیت د افغان امنیتي ځواکونو په غاړه اچول شوی، چې د مجموعي شمیرې ۹ فیصده جوړوي.

د دغه بنسټ موندنې ښيي، چې په تیر کال کې ۵۶۳ ملکي وګړي د ناپیژندو وسله‌والو له خوا وژل شوي او ۱۱۸۷ تنه د همدغو وسله‌والو له خوا ټپيان شوي دي.

سیما سمر وویل، په تیر کال کې اکثرو ملکي افغانانو ته په چاودنو، ځانمرګو بریدونو او مخامخ جګړو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان د بشري حقونو د رپوټ له مخې، په ۱۳۹۴ لمریز کال کې ۷۸۱ تنه په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۲۴۳۳ تنه ټپیان شوي، چې دا شمیره د اوړم کال په پرتله ۵۶ فیصده زیاتوالی ښيي.

د دې رپوټ له مخې په دویم پړاو کې د افغان ځواکونو او د حکومت د مخالفو وسله‌والو تر منځ مخامخ جګړه د دې لامل شوې، چې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

که څه هم د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل رپوټ کې په دې اړه کومه شمیره وړاندې کړې نه ده خو ویلي یې دي، چې د ملکي تلفاتو د مجموعي شمیرې ۲۱ فیصد وګړو ته د ښکیلو غاړو تر منځ په مخامخ جګړه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې توګه په تیر لمریز کال کې د وسله‌والو له خوا د ملکي کسانو برمته کولو ته په اشارې، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل کلني رپوټ کې ویلي، په ۱۳۹۴ کال کې ۹۰ تنه د مختلفو وسله‌والو ډلو لخوا برمته شوي وو، چې په ترڅ کې یې ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون د رپوټ له مخې پاتې برمته شوي کسان له یوې مودې وروسته بیرته خوشې شوي خو لا هم د ۵ برمته شوو کسانو برخلیک روښانه شوی نه دی.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه دې ته ورته رپوټ خپور کړی وو او په دغه هیواد کې یې په وسله‌والو نښتو، ځانمرګو بریدونو او د سړک غاړې د ماین په چاودونو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله د اندېښنې وړ بللې وه.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل رپوټ کې په افغانستان کې د ناامنیو پر زیاتېدو، چې د ملکي تلفاتو اصلي لامل دی، ژوره اندېښنه ښودلې او له ښکیلو غاړو څخه یې غوښتي، چې د ملکي کسانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي او د جګړې پر مهال نړیوال منل شوي اصول رعایت کړي.

دغه کمیسیون له افغان حکومت څخه غوښتي، هغه کسان چې په وسله‌والو جګړو کې یې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي، د قانون منګولو ته وسپاري.