شاته

حسن روحانی: امریکا دې د فارس له خلیج نه لېرې و اوسي

دایران ولسمشرحسن روحانی وايي که امریکا په سیمه کې سوله غواړي نو د فارس له خلیج نه دې لیرې اوسي؛ وسلې، بمونه او نظامي وسایل دې نه ورلېږي.

د ایراني چارواکیو په باور د فارس په خلیج کې د لویدېځو ځواکونو شتون کیدای شي سیمې، نړیوالو سمندري لارو ، د تیلو او انرژۍ تجارت او امنیت ته گواښ پیښ کړي. خو امریکا وايی چی قواوې ېې دفاعی مقصد لري.

د سعودی عربستان د تیلو پر تولیدي شرکت ارامکو باندې د توغندیو او بی پیلوټه الوتکی تر برید وروسته سعودی او امریکا په گډه ایران ددې برید له ا مله پړ وباله. له همدې امله ولسمشر ټرمپ په خلیج کې د قواو د حضور د زیاتولو پریکړه وکړله.

د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر مارک ایسپر او د لویو درستیزانو د کمیټی رئیس جوزیف ډنفورډ، د ولسمشر ټرمپ د پریکړی اعلان د جمعی په ماښام په پنټاگان کې وکړ او وې وویل چی تازه قواوی او وسایل به سعودی عربستان او متحد عربی اماراتو ته ولیږی. څو دغه هېوادونه د خپلو توغندیو او هوايی دفاع نظآم ته انکشاف ورکړي.

جنرال جوزیف ډنفورډ وویل د قواو د لیږلو په تفصیلاتو به د شنبې او یکشنبې په ورځو کې بحث وشي او په راتلونکې اونۍ کې به خپاره شی.

د فارس په خلیج کې دامنیت مشرتوب
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

د امریکا قواوې تر دې مخکق هم د خلیج په هېوادونو کې وې خو دا ځل ېې توپیر دادی چق د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو داسې ویناوې کړی دي چی له ورایه ترینه جگړې ته لیوالتیا ښکاري. ښاغلي پمپیو ایران په څرگنده توگه تورن کړ چی دا برید ېې کړی دی او دا برید ېې د جگړې عمل وباله.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر هم وویل چی هیواد ېې د جگړې لپاره چمتو دی، خو هغه به وروستی لاره وي.

له بل پلوه، دامریکا د ولسی جرگې مشرې نانسی پیلوسی د ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر هغه پلان انتقاد وکړ چی وايی سعودی او عربی اماراتو ته قواوې لییږی. هغی وویل دا دولسمشر ټرمپ تازه هڅه ده چی د کانگرس له خبرولو نه پرته اقدام کوي.