شاته

پکتیا کې ماین چاودنې درې پولیس او درې ملکیان وژلي

د پکتيا امنيه قومانداني وايي، د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنې په نتيجه کې درې ملکي وګړي او درې سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۲۲مه «وږې ۳۱مه»امريکا غږ ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار د يادې ولسوالۍ د ”مقبلو درې‟ د ”حسن خېلو‟ په سيمه کې پر يوه ملکي سراچه موټر شوې ده.

هغه زياته کړه، سرحدي پوليسو چې يوه تن يې دريشې پرغاړه وه او ملکيانو په يوه موټر کې سفر کاوه چې موټر يې د سړک غاړه ماين وهلی دی.

په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي نصيب الله امريکا غږ ته وويل، چې موټر د چاودنې له کبله په بشپړه توګه له منځه تللی او وژل شوي ملکيان د يوې کورنۍ غړي وو.

نصيب الله زياته کړه، ظاهراً داسې ښکاري چې په موټر کې د ناستو پوليسو له وجهې ياد موټر د بمي چاودنې ښکار شوی، خو د پکتيا د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم وايي چې د لامل په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

تر اوسه د دې چاودنې مسؤليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.