شاته

ولسمشر غني: شپني عملیات یوازې په داعش او القاعده پورې محدود شوي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د شپې له خوا پوځي عملیات یې یوازې د داعش او القاعده د وسله والو لپاره محدود کړي دي.

ولسمشر اشرف غني پرون د سپټمبر په یویشتمه ماسختن له شمشاد ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې د شپې په عملیاتو کې یې د ملکي افغانانو تلفات نه شول منلی چې له دې امله یې محدود کړل.

هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو د موقف دفاع وکړه .

اشرف غنی وویل، له زوره کار اخیستل هېڅ ستونزه نه شي حل کولی او قانون باید عملي شي.

محمد اشرف غني وویل: دا خپلواک او ولسواک وطن دی، باید په تدبیر ولاړ شئ او قانون تطبیق کړئ، هغه کار چې کاغذ کولی شي، زور یا سپکې او سپورې یې نه شي کولی، قانون باید په اصولو بدل شي.

محمد اشرف غني د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره له کاندیدانو دی.

د جمهوري ریاست ټاکنې د میزان په شپږمه کېږي.