BBC
 شاته

پر سعودي د حوثي بریدونو درولو وړاندیز هرکلی شوی

په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي یاغیانو د سولې د یوې برخې په توګه پر سعودي عربستان د خپلو ټولو بریدونو پای ته رسولو وړاندیز کړی، چې ملګرو ملتونو یې د دې ګام هرکلی کړی. سعودي چارواکي وايي، د تېلو پر چڼځایونو د تېرې اونۍ هغو بریدونو ته به په 'اړینو اقداماتو' سره ځواب ورکړي، چې دوی یې تر شا د ایران لاس درلودلو تور تکرار کړی.