شاته

پنتاگون عربستان ته نور ځواکونه استوي

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی چې نور ځواکونه او د هوایي دفاع تجهیزات سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ته استوي.

دغه تصمیم د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د وروستيو بریدونو وروسته نیول کیږي، امریکا ایران ددغه برید په کولو تورن کړی دی.

د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، په یو خبري کنفرانس کې وویل چې ددغو اضافي سرتیرو د ماموریت بڼه به تر ډیره "دفاعي" وي.

ښاغلي اسپر زیاته کړه چې د امریکا دغه اقدام د سعودي عربستان او د عربي متحده اماراتو د غوښتنې په ځواب کې شوی دی چې غواړي هوایي دفاعي سیستم یې تقویه شي.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جوزف ډنفورد، ویلي چې سیمې ته د نویو سرتیرو د استولو جزییات به په یوه یا دوو راتلونکو ورځو کې په ډاگه شي.

تیره ورځ رپوټ ورکړل شوی و د امریکا د پوځ مقامات د جمهور رئیس دونالد ټرمپ سره په یوه غونډه کې د ایران په ضد د "پوځي اقداماتو" انتخابونه ارزوي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې د پوځي بریدونو احتمال تل موجود دی.

پدې ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران قوماندان جنرال حسین سلامي خبرداری ورکړی چې د هیواد پوځ یې تل جگړې ته تیار دی.

هغه نن د شنبې په ورځ سپتمبر ٢١ وویل چې ځواکونو یې "جنگي تمرینونه کړي او هر ډول سناریو ته تیار دي".

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د برید وروسته نور هم زیات شو. په یمن کې میشت حوثي یاغیانو ددغه برید مسؤلیت اخیستی او ایران پدغو بریدونو کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.