شاته

امنیتي چارواکو فوق العاده غونډه کې د ټاکنو د ورځې پر امنیت خبرې کړي

د افغانستان د امنیتي ادارو چارواکو ، د ټاکنو د دوو کمیسیونونو رئیسانو او په افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو قومندان نن د شنبې په ورځ ( سنبلې ۳۰ مه) په یوه فوق العاده غونډه کې د تلې د شپږمې ورځې د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي خبریالانو ته د دې غونډې په اړه وویل، چې د کورنیو چارو په وزارت کې په دې جوړه شوې غونډه کې د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد،د ملي امنیت د شورا او د ملي امنیت د ریاست مرستیالانو, د ټاکنو د دوو د کمیسیونونو رئیسانو، او په افغانستان کې د قاظع ملاتړ ماموریت قوندان جنرال سکاټ میلر هم برخه لرله.

ښاغلي رحیمي وویل، د غونډې برخه والو د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو د امنیه قومندانانو سره هم د ټاکنو د امنیت پر اوړند مسلو خبرې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د افغانستان امنیتي ادارو ته د ټاکنو په ورځ د رایې اچونې د پنځه زره او ۳۷۳مرکزونو لیست سپارلی دی.

خو د دغه کمیسیون ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، امنیتي ادارو ورته د څلور زره ۹۴۲ مرکزونو د امنیت د خونديتوب ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې امنیت د ټاکنو پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ ګڼل کیږي.

د بلې خوا د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، چې د دفاع وزارت به د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د ټاکنو د ورځې وړاندې ټاکنیز مواد ورسوي.

ښاغلي احمدزي د شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو په ورځ به ټول افغان امنیتي ځواکونه لومړۍ درجه احضارات ولري.

هغه د ټاکنو په بهیر کې د افغان امنیتي ادارو په بې طرفه پاتې کیدو هم ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر شوی، چې د ټاکنو د بهیر د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

ټاکل شوې د را روانې شنبې په ورځ به د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.