شاته

واشنگټن کې سپینې ماڼۍ ته نژدې وژونکې ډزې

د واشنگټن ډي سي پولیس په دوو تورونو کسانو پسې گرځي چې د پنجشنبې په شپه یې د سپینې ماڼۍ په شاوخوا درې کیلومترۍ کې ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا پدغو ډزو کې یو تن وژل شوی او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي. لږ تر لږه د دوو ټپي شویو کسانو روغتیایي وضعیت خطرناک گڼل شوی دی.

پولیس وایي برید کوونکو د یو موټر نه چې په کې سپاره وو په هغو کسانو ډزې کړي چې د یو اپارتمان په حویلۍ کې حاضر وو.

د واشنگټن د پولیسو یو مسؤل استوارت ایمرمن، د رویترز اژانس ته ویلي چې د عیني شاهدانو سره په مرکو او د امنیتي کمرو د تصویرونو په ارزونه بوخت دي چې د بریدگرو هویت څرگند کړي.

تر اوسه ددغو ډزو د علت او د پیښې د قربانیانو د هویت په اړه څه ندي ویل شوي.

په امریکا کې د تاوتریخوالي ډکو پیښو د وسلو د خرڅلاو او کنترول جنجالي مسله په عمده انتخاباتي موضوعگانو بدله کړې ده.

د امریکا د راتلونکي کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته یو شمیر دموکرات نوماندانو ژمنه کړې چې د بریالیتوب په صورت کې به د وسلو پر خرڅلاو او اخیستلو باندې سخت محدودیتونه ولگوي.

تیره میاشت په تکزاس ایالت کې په یو مرگوني تاوتریخوالي کې ٢٢ تنه ووژل شول.