شاته

د کلات په چاودنې کې د وژل شویو کسانو شمیر ۳۹ شو

د زابل ولایت چارواکي وایي په پروني برید کې چې ولایتي روغتون سره نږدې وشو، لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي او د ۱۴۰ نه ډیر ټپي شویدي.

د والي ویاند ګل اسلام سیال د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په وژل شویو کسانو کې یوازې دوه یې د امنیتي ځواکونو غړي او پاتې ټولې یې ملکیان دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

طالبانو ادعا کړې چې د هغوي د برید هدف د زابل ولایت د امنیت ریاست ودانۍ وه چې روغتون سره نږدې پرته ده. طالبانو وروسته تر هغه په افغانستان کې بریدونه زیات کړل چې د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سولې خبرې وځنډولې.

بل پلو جمهور رئیس محمد اشرف غني ژمنه کړې چې د وسله والو مخالفینو په خلاف جګړې کې به د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې مخه نیسي. ښاغلي غني د جلال آباد په ښار کې نن د جمعې په ورځ (سپټمبر ۲۰) وویل چې د " شپې لخوا د عملیاتو او هغو بریدونو د بندیدو امر یې کړی چې ملکي خلکو ته پکې زیان رسیږي."

د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دې څرګندونو نه یوه ورځ وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه دیرش ملکیان وژل شوي و.