شاته

کرزي له امریکا وغوښتل چې د سولې خبرې بیا پیل کړي

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د امریکا او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو پر بیا پیلیدو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د پنجشنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۲۸مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې افغانان د سولې د مذاکراتو ودرول اندېښمن کړي دي.

هغه زیاته کړه: "له امریکا څخه غواړم چې د مذاکراتو پیل باید، شفافه، څرګنده او په ریښتني ډول د افغانستان او د سولې لپاره وي".

ښاغلي کرزي پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو ته غاړه کېږدي او څرنګه چې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي، له افغان حکومت سره هم مذاکرات پیل کړي.

هغه په افغانستان کې روانه جګړه د "افغانانو قتل عام" وباله او زیاته یې کړه، چې د ښکیلو خواوو له خوا د یو او بل د وژلو ادعاګانې د "شرم وړ" دي.

ښاغلي کرزي وویل: "هم طالبان دې له دغو چاودنو چې د افغانستان د عامو وګړو د وژلو سبب کېږي وشرمېږي او هم دې زموږ حکومت، زموږ جمهور رئيس له دغو اعلاناتو چې د طالبانو په نوم د افغانانو د قتل په اړه یې کوي، وشرمېږي".

پخواني ولسمشر د سولې د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د روسیې، چین او جرمني له هڅو څخه مننه وکړه او وې ویل: "موږ هیله لرو چې د افغانستان ګاونډیان او همدا درې هیوادونه چې له وړاندې یې د مذاکراتو د بیا پیلېدو غږ کړی دی، خپل غږ لاپسې لوړ کړي او خپلې هڅې لاپسې زیاتې کړي".

حامد کرزي وویل، په هغه صورت کې چې امریکا د سولې خبرې بیا پیل نه کړي، نو روسیه او چین دې د سیمې د امنیت لپاره د بین‌الافغاني مذاکراتو زمینه برابره کړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې مذاکرات، چې له تیرو ۹ میاشتو راهیسې روان وو، د هغه امریکایي سرتیري لخ وژل کیدو وروسته په ټپه ودریدلې. چې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې ووژل شو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې له طالبانو سره یې خپله پټه لیدنه لغوه کړې او د سولې خبرې یې ودرولي دي.