BBC
 شاته

زابل کې موټر بم برید: ۱۰ کسان وژل شوي او تر۹۰ ډېر ژوبل دي

زابل کې چارواکي وایي، سهار نږدې پنځه بجې د دغه ولایت مرکز کلات ښار کې د ملي امنیت پر ودانۍ د موټر بم برید له امله ولایتي روغتون هم نړېدلی چې پکې لس کسان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر ټپیان دي. خو د زابل د ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان له بي بي سي سره خبرو کې وویل، دې پېښه کې تر اوسه د شلو کسانو مړي او پنځوسو ټپیان روغتون ته رسولي دي.