شاته

د تورخم دروازه د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته پرانیستل شوه

د افغانستان او پاکستان چارواکو نن چهار شنبه ( سپټمبر ۱۸ مه ) په رسمي ډول د تورخم دروازه د سوداګریزو اړیکو لپاره پرانیستله.

د افغانستان ټرانسپورت وزیر یما یاري چې ددې دروازې د پرانیستې مراسمو ته تللی وو وویل،”دا دروازه د مالېې او ترانسپورت وزارتونو سره په همغږۍ د څلر ویشتو ساعتونو لپاره پرانیستل کیږي. “

ښاغلي یاري وویل:" د افغانستان د سولې مشورتي لویې جرګې د فیصلې پر اساس د افغانستان ولسمشر له پاکستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره یو شمېر اقدامات وکړل."

ښاغلي یاري د عامو خلکو د تګ راتګ په اړه وویل ، "پاکستان ژمنه کړې چې ناروغانو او د هغوی سره تلونکو کسانو ته د ویزې په برخه کې سهولتونه رامنځ ته کړي. "

تورخم د ټول افغانستان او بیا په ځانګړې ډول د افغانستان د ختیځو برخو لپاره ډیر مهم دی چې په تیرو څو کلونو کې د لارې په بندیدو سره د د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ کې د پام وړ کموالی راغلی و.

پر یاده لاره د څلرویشت ساعته ترانسپورتي او سوداګریزو خدمتونو له پیل سره به افغان سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ټرانسپورت وزیر زیاته کړه چې هیله لري چې په راتلونکې کې د چمن او غلام خان بندر په شان نورې لارې هم د دواړو ملکونو ترمنځ پرانیستل شي او خلکو ته آسانتیاوي رامنځ ته شي.

د تورخم دروازې د پرانیستې په مراسمو کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د دغه هېواد د فدرالي او صوبه یي کابینې غړو او د خیبر پښتنونخوا والي هم ګډون درلود.

د پاکستان تحریک انصاف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې افغانستان او پاکستان به ۳.۵ میلیاردو ډالرو ته د دوه اړخیزو تجارتي اړیکو د رسولو په هدف مشترکې هڅې وکړي.

د تورخم دروازې پرانیستل به د سوداګرۍ د بیا ودې سربیره د سیمه ایز اقتصاد او د دندو په رامنځ ته کیدو کې هم ډیره مرسته وکړي.