شاته

په نړۍ کې د ټولو نه زیات مهاجرت د هند نه کیږي

د ملگرو ملتونو یو تازه راپور وایي چې په کال ٢٠١٩ کې د هغو ملکونو د جملې نه چې وگړې یې د تر ټولو نه زیات مهاجر شویدي، هند د تر ټولو مخکی دی.

د هند نه د نړۍ نورو ملکونو ته د مهاجرت کونکو شمیر شاوخوا ١٧ ملیونه دی. په نړۍ کې دا وخت د خپل ملک نه نورو ملکونو ته د مهاجرت کونکو شمیر ٢٨ ملیونه دی.

پدغه لړ کې په دوهم نمبر د مکسیکو هیواد دی چې شاوخوا ١٢ ملیونه وگړو یې نورو ملکونو ته کډه کړیده او په دریم چین دی.

د ملگرو ملتونو دغه راپور وایي چې د خپل ملک نه د باندې په مهاجرت کونکو کې په لمړي لمبر هند، بیا مکسیکو، دریم چین، څلورم روسیه، پنځم سوریا، شپږم بنگله دیش، اووم پاکستان، اتم یوکراین، نهم فلیپین او لسم افغانستان دی.

د مهاجرت کونکو زیاتره شمیر غربي ملکونو ته کډه کوي. دا وخت اروپا د شاوخوا ٨٠ ملیونو مهاجرینو کوربتوب کوي او په دوهم نمبر شمالي امریکا ده چې ٦ ملیونه مهاجرین پکې ژوند کوي.