شاته

د کابل او هرات د نجونو فوټبال لوبډلې پایلوبې ته ووتلې

کابل کې د انجونو د فوټبال څلور اړخیزه سیالۍ پایلوبې ته ورسېدې، د کابل او هرات لوبډلو وکولی شول چې د یادو سیالیو پایلوبې ته سره ځان سیالان کړي.

په هغې سیالۍ کې چې پرون سه شنبه ماښام د بامیان او هرات لوبډلو تر منځ‌ وشوه، هرات د درې ګولونو په ترسره کولو پایلوبې ته لاره ومونده.

په یادې لوبې کې د هرات لوبډلې لوبغاړې فاطمه حیدري د لوبې غوره لوبغالې وپېژندل شوه.

وړمه ورځ کابل لوبډلې بلخ ته ۲-۱ ماتې ورکړه.
وړمه ورځ کابل لوبډلې بلخ ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

له دې مخکې وړمه ورځ د کابل او بلخ لوبډلو سره سیالۍ ورکړې چې کابل په ۲-۱ ګولونو پایلوبې ته خپل تګ قطعي کړ.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په چوکات کې ترسره کیږي.

څلور لوبډلې د څلورو ولایتونو کابل، هرات، بلخ او بامیان تر منځ سره سیالۍ وکړې او په پام کې ده چې پایلوبه به سبا پنجشنبه (د سپټمبر ۱۹مه) د کابل او هرات لوبډلو ترمنځ‌ ترسره شي.

کابل کې د انجونو د فوټبال دغه سیالۍ په داسې حال کې ترسره کیږي چې څو میاشتې مخکې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر کرام الدین کریم په جنسي بدرفتارۍ تورن شو.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملي ټیم لږ تر لږه پنځو تنو پخوانیو غړو پر ښاغلی کریم د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ یادې ادعاوې وکړې چې وروسته یې د سپیناوي لپاره فیفا او د افغانستان لویې څارنوالۍ څېړنې پيل کړې.

  • دغې قضیې ګڼ غبرګونونه راوپارول خو اوس مهال په یاد فدراسیون کې وضعیت څنګه دی؟

د انجونو د فوټبال د کومېټې مشره ارزو رحیمي په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"هغه تورونه څو کسانو باندې لګېدلي و. دغه انجونې په یادو سیالیو کې د ګډون تر څنګ غواړي خلکو ته وښيي چې دوی په یوې سالمې فضا کې ول او له دې وروسته به هم وي."

ټاکل شوې ده راتلونکې جمعې په ورځ په کابل کې د توپان هریرود او شاهین اسمايي فوټبال ټېمونو ترمنځ هم وروستۍ پایلوبه تر سره شي.