شاته

د پښتون ژغورنې مشران په ضمانت پریښودل کیږي

د پښتون تحفظ تح‏ریک مخکښ مشران محسن داوړ او علي وزیر چې د تیرو څلورو میاشتو نه په بند کې و، عالي محکمې یې د خوشې کیدو ضمانت منظور کړیدی.

د پیښور عالي محکمې د پښتون تحفظ تح‏ریک د مشرانو او د وزیرستان نه د پارلمان د غړو محسن داوړ او علي وزیر ضمانت منظور کړ.

د پښتون تحریک د مشرانو یو مدافع وکیل سنگین خان د هغوي د ضمانت د منظورریدو خبر تائید کړ او امریکاغږ ته یې وویل: "د پیښور عالي محکمې د بنو څانگې د خړ کمر په پیښې کې چې د روان کال د می په ٢٦ نیټه شوې وه، د علي وزیر او محسن داوړ ضمانت منظور کړ او هیله ده چې هغوي به ژر تر ژره خوشې شي."

سنگین خان وویل چې هیله لري حکومت اوس د هغوي خلاف نورې قضیې ثبت نه کړي او پرته د کوم خنډ یې خوشي کړي.

څو ورځې مخکې د تحریک یو بل مشر عالمزیب محسود هم خوشی کړل شویدی. د هغه ضمانت د پاکستان سترې محکمې منطور کړی و.

د یادونې وړ ده چې د می په ٢٦ نیټه د وزیرستان د خړ کمر په سیمه کې د پي ټي ایم د مشرانو په وینا د پاکستان پوځ پر هغوی ډزې کړي وی او ۱۳ تنه یې وژلي دی. خو پوځ وايي چې د پي ټم ام غړو پر امنیتي پوستې برید کړی او پنځه سرتيري یې ژوبل کړي دي.

له دغې پېښې وروسته د پاکستان پوځ د پي ټي ایم مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ د قتل او ترهګرۍ په تور نیولي و.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.