شاته

جي شل که د امریکا او چین تشریفاتي جنجال؟

د یکشنبې په ورځ چې څنګه په چین کې د نړۍ د شلو ځواکمن اقتصاد لرونکو هیوادونه د غوڼډې لمړۍ ورځ پای ته ورسیده، خو د جمهور رېیس بارک أوباما د رسیدو سره یو لړ اغتشاش او جنجالي بحثونو دوام پیدا کړ.

کله چې جمهور رېیس أوباما د شنبې په ورځ د چین هنګژو ښار ته ورسیدو نو د ایرفورس ون الوتکې نه کوزیدو لپاره په هوایي میدان کې د الوتکې زینه نه وه او چې کله د الوتکې ښکته شو هغه سور فرش نه و چې د نورو مشرانو لپاره خور کړل شوی و.

اختلافاتو په بله پیښه کې هم زور واخستو چې کله د سپینې ماڼۍ عکاسانو کوشش کاوه په یو خاص ځای کې د جمهور رېیس عکسونه واخلي او یو چینایي مقام پری چیغه کړه. وروسته د سپینې ماڼۍ یو مقام هڅه وکړه چې په خپل سر د خپلو عکاس خبریالانو لپاره ځای تعین کړي. خو چینایي مقاماتو پری بیا نارې کړې چې « دا زمونږ هیواد دی او دا زموږ هوایي ډګر دی».

دا نو یوازی پیل و:

همدې چینایي مقام وروسته کوشش وکړچې د جمهور رېیس أوباما موټر ته د تلو په وخت کې د ملي امنیت د سلاکارې سوزان رایس مخنوی هم وکړي، خو سمدستي د امریکا استخباتي مامورینو مداخله وکړه.

ماښام ناوخته چې کله د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس د موافقې په د چین او متحده ایالاتو د ګډو مراسمو خبر ورکړل شو، او په دوه اړخیزه مختلفو مسایلو تر درې نیم ساعته پورې اوږدې خبرې وشوې، یوځل بیا جنجال پورته شو.

دا ځ ليي جنجال پدې و چې څومره خبریالان باید د شپې ناوخته د جمهور رېیس أوباما او جمهور رېیس شي جنګپنګ په لیدنه کې موجود اوسي. چینایي مقامات په ډيره بیړه د امریکایي خبریالانو شمیر د شپږو نه دری او وروسته یو تن ته اجازه ورکړه او د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي څانګې ته يي وویل چې دا زموږ ترتیب شوی کار دی. خو تر لږو خبرو وروسته چینایي اړخ د سپینې ماڼۍ اړوند دوه امریکایي خبریالانو ته اجازه ورکړه.

کله چې د یکشنبې په ورځ د بریتاینې د صدراعظمې تریسا می سره په ګډ خبري کنفرانس کې څرګندشو، جمهور رېیس أوباما پدې اړه وویل چې مشخص څه ویل نلري خو معمولآ د چین او نورو هیوادونو ته په سفرونو کې د امنیتي او مطبوعاتي څانګو د ځای او فعالیت ساحو په اړه مسایل پورته کیږي.

ښاغلي أوباما وویل ددی یو اړخ د ارزښتونو په اړه مختلف نظر لرل دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وروسته د مارننګ پوسټ ورځپاڼې ته وویل چې دا د متحده ایالاتو خپله پریکړه وه چې د جمهور رېیس الوتکې ته خپله یوه وړه فولادي پوړۍ یا زینه ولري.

دغه مقام وایي چین سمه زینه ورته تیاره کړې وه خو امریکايي اړخ پدې رد کړه چې وایي موټروان په انګلیسي ژبه نه پوهیږي او دوئ نشي کولې چې د هغه سره امنیتي مسایل مطرح کړي.

تیره اونۍ چې کله د بهرنیو چارو وزیر جان کیري چین ته سفر کولو نو ورسره هغو خبریالانو ته یي چین ویزې ورنکړې چې د جي شل غوڼډې د خبري پوښښ لپاره ورتلل.

دا خبریالان او د امریکا غږ د چینایي څانګې یو خبریال هم د جي شل غوڼډې لپاره تلل خو دګډون کارت ورته ورنکړل شو او رد شوو. د ګڼ شمیر نورو خبریالانو رسنیز درخواستونه رد شوي چې دغې غوڼډې ته ورتلل. چینایي مقامات تراوسه دا واضح نه کړه چې ولی ی يدا خبریالان د ګډون منع او درخواستونه يي ورته رد کړي دي؟

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.