شاته

"نظامي مرکزونو کې ټاکنیز کمپاین د قانون خلاف دی"

په پروان کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم پر ټاکنیز کمپاین تر ځانمرګي برید وروسته، د ټاکنو څارونکي بنسټونه له کاندیدانو غواړي چې خپلې ولسي غونډې په نظامي مرکزونو کې جوړې نه کړي.

څارونکي پر دولت ساز ټیم او امنیتي ادارو نیوکه کوي او وایي چې د افغانستان امنیتي ارګانونه د انتخاباتي کمپاینونو د امنیت مسئولیت لري، نه دا چې خپل تاسیسات د کاندیدانو په واک کې ورکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وایي، په دولتي مرکزونو کې کمپاین که له یوې خوا خطرناک دی، له بلې خوا د امنیتي ځواکونو بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولي.

د فیفا اجرایوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، د کمپایني غونډو لپاره د نظامي ځایونو کارول د ټاکنیزو قوانیو خلاف کار دی.

هغه زیاته کړه: "موږ ددې موضوع په اړه انديښنه لرو. ملکي کسان باید داسې خطرناکو ځایونو ونه بلل شي، زموږ غوښتنه داده چې د افغانستان امنیتي ځواکونه په انتخاباتو کې خپله بې طرفي په ټوله معني وساتي."

تېره ورځ د ښاغلي غني ټاکنیزې ډلې په پروان کې په یوه نظامي مرکز کې انتخاباتي غونډه رابللې وه چې د طالبانو لخوا پرې ځانمرګی برید وشو. په برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او ۴۲ نور ټپیان شول.

پروان کې د سه شنبه په ورځ (وږي ۲۶مه) د ولسمشر اشرف غني پر ټاکنیز کمپاین چې په یوه نظامي ځای کې جوړ شوی و، د طالبانو ځانمرګی برید ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.
پروان کې د سه شنبه په ورځ (وږي ۲۶مه) د ولسمشر اشرف غني پر ټاکنیز کمپاین چې په یوه نظامي ځای کې جوړ شوی و، د طالبانو ځانمرګی برید ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي په نظامي مرکزونو کې د کمپاین له غونډو باید ډډه وشي ځکه هلته د ولسي خلکو ژوند ته ګواښ ډېرېږي.

طالبان چې د افغانستان د ټاکنو مخالف دي، اعلان کړی چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د مخنیوي لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

خو د دولت ساز ټیم یوه ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، هېڅ ځای له مخالفینو خوندي نه دی.

ښاغلي فیصل زیاته کړه: "هیڅ داسې ځای نشته چې د افغانستان د دښمنانو لپاره هدف نه وي، خو د کوریایانو کمپ هغه ځای وه چې د نورو ځایونو څخه یې امنیت څه ناڅه ښه و".

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني تېر کال په دلوې میاشت کې د یوه ۱۲ ماده‌ییز فرمان په ورکولو له امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو وغوښتل چې په ټاکنیز بهیر کې بې پرې پاتې شي.

دا چې ولې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ددغه فرمان پرخلاف یو نظامي مرکز د ټاکنیز کمپاین لپاره د یوه کاندید په واک کې ورکړی، ددغه وزارت یوې ویاندې مروې امیني یې په اړه وویل: "موږ د کاندیدانو د کمپاین لپاره هغه ځای مشخص کوو چې کولی شو امنیت یې ونیسو. پروان کې هم موږ کولی شوای د همدغه ځای امنیت ونیسو."

یوسف رشید وايي، د کمپایني غونډو لپاره د نظامي ځایونو کارول د ټاکنیزو قوانیو خلاف کار دی.
یوسف رشید وايي، د کمپایني غونډو لپاره د نظامي ځایونو کارول د ټاکنیزو قوانیو خلاف کار دی.

وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر ټاکنیزو څارونکو بنسټونو له کاندیدانو غوښتي و چې په ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو کاروانخلي.

د افغانستان د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاین لپاره د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر لغوه کېدو وروسته افغانستان کې ټاکنیز کمپاینونه هم ګرم شوي دي.