شاته

ایران ښایي د سعودي پر تیلو برید د کروز په توغندیو کړی وي- امریکا

امریکاي چارواکي وایي د ستلایت نه د اخیستل شويو انځورونو او استخباراتي مالوماتو نه ښکاري چې د سعودي عربستان د تیلو په چاڼ ځایونو کې په هوایي برید کې د ایران وسله کارول شوې ده.

یوه امریکایي چارواکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی، هم روېټرز خبري آژانس ته ویلي چې برید ښایي د کروز توغندیو په واسطه د ایران له کومې اډې نه شوي وي.

خو ایران د امریکا دغه تورونه رد کړي او د یمن کورنۍ جگړې ته په اشارې، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثي یاغیانو په وړاندې جنگیږي، ویلي چې د یمن خلک له ځانه د دفاع مشروع حق لري.

ولسمشر ترمپ د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر ١٦) په سپنیې ماڼۍ کې د بحرین د ولیعهد سلمان سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل تر هغو به غچ وانخلي چې قطعي ثبوت ترلاسه شوي نه وي.

ولسمشر ترمپ ټینگار وکړ چې دی له ایران سره جگړه نه غواړي خو وې ویل چې امریکا پوځي اقدام ته چمتو ده.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثي یاغیانو ادعا کړې چې د سعودي د ارامکو د تیلو پر تاسیساتو برید هغوی کړی دی. امریکا هم په برد کې د ایران د لاس درلودلو په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.

د دې برید برسیره ولسمشر ترمپ ویلي چې د دپیلوماسۍ لاره خلاصه ده. خو د ایران مذهبي مشر ایات الله علي خامنه ایي د سې شنبې په ورځ (سپټمبر ١٧) وویل چې له امریکا سره به هیڅ ډول دیپلوماتکې خبرې اترې ونکړي.

خامنه ایي ویلي "د دغه هیواد چارواکي په متفقه توګه وايي چې موږ به له امریکا سره خبرې نه کوو. نه به یو اړخیز او نه درې اړخیزې خبرې وي. که امریکا خپله خبره بیرته واخلي او اټومي تړون ته راستون شي، نو د نورو برخوالو هیوادونو سره یو ځای چې له ایران سره خبرې کوي، (امریکا) هم کولی شي چې په خبرو کې ګډون وکړي."

د یمن لپاره د ملگرو ملتونو د عمومي منشي ځانگړي استازي د امنیت شورا ته وویل چې دا برید ناوړې پایلې لرلی شي.


په منځني ختیځ کې د دې نوې لانجې له امله په نړیوال بازار کې د تېلو بیه لوړه شوې ده. سعودي د نړۍ ۱۰ سلنه تېل تولیدوي.

ولسمشر ټرمپ پرون وویل چې اجازه یې ورکړې چې د اړتیا په صورت کې د امریکا د تېلو د ستراتیژیکو ذخیرو څخه تېلو بازارونو ته عرضه کړي چې د تېلو بازار ثبات پیدا کړي.

د رسمي شمېرو له مخې، امریکا په دغو زېرمو کې ۶۳۰ ميلیون بیرله تېل ذخیره کړي دي.