شاته

د جرمني په انتخاباتو کې د مهاجرت ضد شعارونه پورته کیږي

په جرمني کې د /الترناتیف فارجرمني (ای اف ډي) ګوند مشر چې د مهاجرت ضد دریځ لري، نن یکشنبې یي په شمال ختیځ ایالت /مکلینبرګ/ کې په ایالتي انتخاباتو کې رایه ورکړه.

نظرسنجونې ښیې چې د ای اف ډي کاندید /لایف ایریک هویم/ به په هغه سیمه کې په شل فیصده إضافي رایو انتخابات وګټي، پدې سیمه کې صدراعظمه انګیلا میرکل ډیر پارلماني استازي لري.

د مهاجرینو لپاره د سرحد پرانستو په اړه د صدراعظمې میرکل د تیرکال پریکړې پدې انتخاباتو ژور اغیز کړې. د میکلینبرګ تر دې انتخاباتو وروسته ټولو سیاستوال د ۲۰۱۷ کال د سیپتمبر میاشتې په وروستیو کې د عمومي ټاکنو لپاره ځان تیاروي.

دا مقدماتي ټاکنې د جرمني په ۵ ایالتونو کې کیږي چې د روانې میاشتې په اتلسمه به په برلین کې هم خلک رایه ورکړي.

نظرسنجونې ښيې چې سي ډي یو ګوند به تر ۲۲ سلنې رایه وګټي، خو ترڅنګ يي د ای اف ډي ګوند ۲۳ سلنه رایه مخکې دی. سوشل دیموکراتان یا اس ډي پي بیا په ټاکنو کې ۲۸ سلنه رایه خپله کړې ده.

صدراعظمه انګیلا میرکل چې فکر کیږي د څلورم ځل لپاره بیا ځان کاندیده کړي، رایه ورکوونکي یي مخاطب کړي چې د ای اف ډي د مهاجرت ضد پالیسو خلاف ودریږي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.