شاته

د ناټو عمومي منشي: ایران د ټولې سیمې د بې ثباتۍ مسؤل دی

د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د تیرې اونۍ د برید وروسته د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ، ویلي چې په سیمه کې د کړکیچ په زیاتیدو "سخت اندیښمن دی".

ددغو بریدونو مسؤلیت په یمن کې میشتو حوثي یاغیانو منلی دی چې ایران یې ملاتړ کوي. تیره ورځ امریکا هم ایران ددغو بریدونو په کولو تورن کړ، خو ایراني مقاماتو دغه تورونه رد کړي دي.

د ناټو عمومي منشي چې د لومړي ځل لپاره یې په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه خبرې کولې وویل د ناټو تړون د هغه څه په اړه چې په سیمه کې روان دي په ځانگړې توگه د هغو اقداماتو په هکله چې د ایران له لورې کیږي، اندیښمن دی.

ښاغلي ستولتنبرگ چې د فرانسې د خبري اژانس سره یې خبرې کولې ایران یې په سیمه کې د بې ثباتۍ مسؤل وگاڼه.

هغه وویل: " مونږ د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې برید سخت غندو... مونږ هغه څه په اړه چې وینو یې په ځانگړې توگه د ایران له لورې، اندیښمن یو. ایران د مختلفو تروریستي ډلو ملاتړ کوي او د ټولې سیمې د بې ثباتۍ مسؤل دی...ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نکړي".

د ناټو عمومي منشي همداشان د ټولو اړخونو نه وغوښتل چې په سیمه کې د کړکیچ د کمولو لپاره گام پورته کړ.

له دې سره جوخت د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي چې پر ایران باندې هر ډول برید به د سعودي عربستان پر نفتي تاسیساتو باندې د برید سره متناسب وي.

ښاغلي ټرمپ سره له دې چې د ایران سره جگړې ته یې د خپل هیواد د تیاریو په اړه خبرې وکړې، خو ټینگار یې وکړ چې امریکا د ایران سره جگړې ته لیوالتیا نلري.

ددغو څرگندونو وروسته د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي یو ځل بیا ویلي دي د امریکا فشارونه به ایران د امریکا سره خبرو ته اړ نه کړي.