شاته
پروان او کابل کې خونړۍ چاودنې، طالبانو یې مسوولیت منلی
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي د پلازمېنې کابل مکروريانو سيمه کې د طالبانو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۸ تنه نور ټپيان دي. تر دې يو ساعت وړاندې يوه بل بريد پروان کې ۲۶ وژلي او ۴۲ نور ټپيان کړي دي. د دواړو بريدونو مسووليت طالبانو منلی دی.