BBC
 شاته

عبدالله: غني خپل ټاکنیز کمپاین کې له دولتي امکاناتو کار اخلي

د ملي یووالي حکومت اجرائيه رییس او راتلونکو ټاکنو ته نوماند عبدالله عبدالله په یوه کمپایني غونډه کې پر ولسمشر او خپل ټاکنیز سیال محمد اشرف غني له دې امله کلکې نیوکې وکړې چې ګواکې د کمپاین لپاره دولتي امکانات کاروي. خو ولسمشرۍ ماڼۍ دا ادعا رد کړې.