شاته

پاکستان: افغانستان دې د سرحدي سیمو امنیت ته پام وکړي

پاکستان وايي، افغانستان باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تر ګواښ لاندې سیمو د امنیت د ټینګښت په هدف لازم اقدامات وکړي.

اسلام اباد وايي، پرون شنبه له افغانستان سره پر پوله خیبر پښتونخوا کې د اغزن تار لګولو پرمهال وسله وال برید کې درې پاکستاني سرتېري ووژل شول او یو سخت ټپي شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر۱۵مه د«وږې پر۲۴مه» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نن یکشنبه یې د یاد برید په غبرګون کې د اعتراض په توګه په اسلام اباد کې افغان شارژدافیر احضار کړی او خپل سخت اعتراض یې ورته وړاندې کړی دی.

د اعلامیې له‌مخې پاکستان یاد برید غندلی او وايي، د شوي هوکړې په اساس د پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت مسؤلیت د افغان حکومت په غاړه دی.

په بیان کې راغلي:"پاکستان یوځل بیا پر افغان حکومت غږ کوي، چې د سرحدي سیمو د امنیت لپاره اړین اقدامات وکړي په ځانګړي توګه د حساسو نقطو په اوږدو کې."

پاکستان تور پوري کړی، چې د دوی پر سرتېرو بریدګر د افغانستان له پولې څخه ور اوښتي و.

افغانستان د خیبر پښتونخوا د قبائیلي سیمې سره نژدې ٢٦٠٠ کیلومتره سرحد لري او د پولې اخوا دیخوا بریدونه غیر معمول نه‌دي.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنګیالي د پوځ د عملیاتو له ویرې د افغانستان هغو سیمو ته تښتیدلي چې د افغان حکومت کنترول پرې نشته. افغان حکومت بیا وایي چې د افغان طالبانو د ډلې په گډون ترهگر په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځای نه په افغانستان کې دننه بریدونه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان د وروستۍ غوښتنې په اړه به وروسته نظر څرګند کړي.