شاته

طالبانو د سره صلیب ادارې پر فعالیت بندیز لیري کړ

د سره صلیب نړیواله اداره وايي، طالبانو بېرته په افغانستان کې د بې پرې بشري فعالیتونو اجازه ورکړې ده.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې ادارې مشر جان پیدرو د یکشنبې په ورځ د سپټمبر پر ۱۵مه "Schaerer Juan-Pedro" پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له طالبانو سره د قطر مرکز دوحه کې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو په اړه یوې ګډې هوکړې ته رسېدلي دي.

دغه ادارې د طالبانو لخوا د خپلو امنیتي ضمانتونو هر کلی کړی او وايي، چې یاد کار به دوی ته بېرته دا توان ورکړي، چې جګړه ځپلو خلکو ته بشري مرستې ورسوي.

وسله والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې د سره صلیب ادارې ته د فعالیت اجازه ور کړې ده.

وسله والو طالبانو شااوخوا شپږ میاشتې مخکې په افغانستان کې د سره صلیب او روغتیا سازمان پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.

طالبانو هغه مهال ویلي و چې دا کار یې د واکسین د کمپاین پر مهال د ځینو "مشکوکو" فعالیتونو له کبله بند کړی دی چې د دوی تر دویم اعلان پورې به بند پاتې وي.

سور صلیب په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو ترڅنګ په جګړې کې د ښکېلو خواو ترمنځ د ټپيانو او مړو د لېږد او هم د ښکېلو خواو سره د بندیانو کورنیو ته د حال احوال وړلو او نورو بشري برخو کې فعالیت کوي.

وسله والو طالبانو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سره صلیب ادارې پر فعالیتونو بندیز لګولو چې بېرته یې لیري کړ.