شاته

د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید په خلیج کې امنیتي اندیښنې زیاتې کړي

وروسته له هغې چې امریکا د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د برید پړه پر ایران واچوله، تهران دغه تورونه رد کړل او خبرداری یې ورکړ چې کولای شي پر امریکایي اډو او الوتکه لیږدونکو بېړیو برید وکړي.

د یمن د حوثي یاغي ډلې چې ایران یې ملاتړ کوي د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې د شنبې د ورځې(سپتمبر۱۴) د برید پړه منلې ده. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې هیڅ داسې شواهد نشته چې دغه برید دې له یمن نه شوی وي.

ددغو تورونو د لگیدو په ترڅ کې د ایران سپاه پاسداران ویلي دي چې د امریکا د متحده ایالاتو سره جگړې ته تیار دي او ایراني میزایل کولای شي په سیمه کې امریکایي اډې او الوتکه لیږدونکې بېړۍ په نښه کړي.

د ایران د تسنیم نیمه رسمي اژانس د سپاه پاسداران د یو قوماندان امیر علي حاجي زداه له خولې ویلي دي چې: "ټول باید پدې پوه شي چې ټولې امریکایي اډې او د هغوی الوتکه لیږدونکې بېړۍ د ایران په شاوخوا ٢٠٠٠ کیلومتره واټن کې دي چې زمونږ میزایل ورسیدای شي."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، نن د یکشنبې په ورځ سپتمبر ١٥ (وږي ٢۴) په خپل ټویټر لیکلي چې امریکا په بیحده فشار بریالۍ نشوه، اوس یې "بیحده پلمو ته" مخه کړې ده "متحده ایالات او متحدین یې پدې بیځایه خیال په یمن کې گیر پاته دي چې وسله وال برلاسي توب به یې په پوځي بریا تمام شي".

ښاغلي ظریف ویلي "د ایران تورن کول نشي کولای دغه فاجعه پای ته ورسوي، خو د جگړې د پای ته رسیدو لپاره زمونږ د اگست د ١٥ وړاندیز منل دا کار کولای شي".

له بلې خوا یو شمیر عراقي رسنیو رپوټ ورکړی چې د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې برید په عراق کې د ایران پلوي ملیشه ډلو له خوا طرحه شوی و، خو عراقي مقاماتو دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې اجازه نه ورکوي چې د دوی له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وشي.

پدې ترڅ کې د سعودي عربستان د تیلو دولتي شرکت ویلي چې د پروني برید په وجه به نورو هیوادونو ته د خامو تیلو صادرات پنځه فیصده راټیټ شي. ددې شرکت یوې منبع د رویترز اژانس ته ویلي چې ښایي څو میاشتې وخت ونیسي چې د تیلو تولید او صادرات بیرته عادي شي.

له بلې خوا د فرانسې، ترکیې او لبنان په گډون د نړۍ زیات شمیر هیوداونو د سعودي عربستان د تیلو پر تاسیساتو باندې برید غندلی دی.