BBC
 شاته

حکمتیار: بهرني ځواکونه دې په حیا او عزت له افغانستانه ووځي

د حزب اسلامي ګوند مشر او د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار وایي، په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره اړینه ده چې بهرني ځواکونه له افغانستانه په حیا او عزت کې ووځي. ښاغلي حکمتیار وویل، د وتلو په صورت کې بهرنیان باید اوسنی حکومت هم له ځان سره یوسي.