امریکا او روسیه په سوریې کې د اوربند د موافقې په نهايي کولو کار کوي
امریکا او روسیه په سوریې کې د اوربند د موافقې په نهايي کولو کار کوي. د اوربند دغه موافقه به دې ته لاره هواره کړي چې د سوریې جګړه ځپلو سیمو ته بشري مرسته ورورسیږي.
اوس داسې معلومیږي چې امریکا او روسیه په سوریه کې د اوربند په اړه موافقې ته سره نږدې شوي خو ځینې خنډونه لا موجود دي.
داسې هیلې هم پيدا شوي دي چې جمهوررئیس اوباما او د روسیې جمهوررئيس پوټین به په چین کې د جي ۲۰ هیوادونو د غونډې په جریان کې غیر رسمي ملاقات وکړي. خو د دغسې ملاقات لپاره ترتیبات نه دې نیول شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د خپل روسي سیال سرګي لارووف سره د یکشنبې په ورځ وکتل او دواړه به د دوشنبې په ورخ هم وګوري.
کیري د یکشنبې د ورځې د ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: «دا به مناسبه وي چې زه ووایم چې موږ په دوو ستونزمنو موضوعاتو خبرې وکړي.»
خو هغه د دغو ستونزمنو موضوعاتو په اړه جزئیات ورنکړل.
«موږ به سبا سهار بیا ملاقات وکړو او و به ګورو چې د دې امکان شته چې اختلافات ختم کړو او په دغو موضوعاتو یوه نتیجې ته سره ورسیږو.»
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف وویل چې دواړه لوري یو موافقې ته سره نږدې شوي دي.
هغه زیاته کړه چې اوس په ډیره جدي موضوع، چې د اوربند عملي کولو موضوع ده، خبرې کیږي.
د سوریې په جګړه کې تر ۲۵۰۰۰۰ نه دیر کسان وژل شوي دي. په دغه جګړه کې ۱۱ میلیون کسان د سوریې دننه بې ځایه شوي او یا هم د منځني ختیځ هیوادونو او اروپا ته مهاجر شوي دي.
د روسیې او امریکا پوځي چارواکي د څو اونیو راهیسې په سوریې کې د اوربند د جزئیاتو په اړه مجلسونه کوي.
په سوریې کې پخوا هم د اوربند موافقې شوې وي. خو، د ډیر وخت لپاره د اوربند موافقو دوام نه و کړی.