شاته

عمران خان: د کشمیر وضعیت مسلمانان سخت دریځۍ ته راکاږي

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د محدودیتونو وضع کول او د اختلافاتو دوام به په نړۍ کې نور مسلمانان هم سخت دریځۍ ته وهڅوي.

ښاغلي خان دغه څرگندونې په کشمیر کې د یو لاریون په ترڅ کې په ډیرې تندې لهجې کړي دي.

هغه وویل: "کله چې قساوت اوج ته ورسیږي، خلک به له توهینه ډک ژوند څخه مرگ ته ترجیح ورکړي. غواړم هند ته ووایم چې د زرگونو کسانو په زنداني کولو سره خلک سخت دریځۍ ته کش کوئ."

د پاکستان صدراعظم زیاته کړه: "هند د هند په وړاندې دریږي. یواځې د هند مسلمانان نه بلکه ١،٢٥ میلیارد مسلمانان په ټوله نړۍ کې. هغوی ټول ددغه وضعیت ویني."

دغه څرگندونې وروسته له هغې کیږي چې تیره ورځ د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړ چې په تیره یوه میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې ۳۸۰۰ تنه بندیان شوي دي.

ښاغلي خان وویل چې د کشمیر پر وضعیت باندې اعتراض د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د هغه د پروگرام اصلي برخه ده چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ په نیویارک کې وشي.

له دې دمخه پاکستاني مقاماتو د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د "نسل وژنې" د امکان په اړه خبرداری ورکړی و.

خو هند دغه ډول تورونه بې بنسټه گڼلي او رد کړي یې دي.