شاته

غني: په یوه اونۍ کې زر طالب جنگیالي وژل شوي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي چې افغان امنیتي ځواکونو د هیواد په گوټ گوټ کې په یوه اونۍ کې څه دپاسه ١٠٠٠ طالب جنگیالي وژلي دي.

ښاغلي غني دغه څرگندونې د انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کې کړي دي.

ښاغلي غني د دغه مرگ ژوبلې په هکله نور جزییات ورنکړل، خو پدې وروستیو کې د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او د افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوي دي.

دغه څرگندونې پداسې حال کې کیږي چې پدې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له دریدو وروسته، د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وویل چې پدې وروستیو ورځو کې له هر وخت څخه زیات طالبان ځپل شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو ترسره کیدو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده او له دې سره جوخت د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو دریدو په افغانستان د احتمالي تاوتریخوالي د ډیریدو په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي.

ښاغلي غني ویلي دي چې د طالبانو د ډلې له لورې د اوربند نه منل په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو سبب شوی.

هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان حکومت سره خبرې پیل کړي.

طالبان تر اوسه د افغانستان دولت سره خبرواترو ته ندي حاضر شوي.