شاته

کابل کې د داعش د پاکستاني غړو پر پټن‌ځای د ملي امنیت عملیات

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تېره شپه یې د کابل ښار په ۱۷مه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر پټنځایونو ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

ملي امنیت نن جمعه د سپټمبر پر۲۲مه«وږې۱۳» په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې یاد عملیات یې تېره ورځ د داعش ډلې د درې نیولو شوو غړو د اعترافاتو د معلوماتو په اساس تر سره کړي دي.

بیان وايي، د یادو عملیاتو پرمهال د محمد حنیف په نوم د داعش ډلې د بریدونو یو طراح او یو پاکستانی وسله وال وژل شوي دي.

ملي امنیت د دغه عملیاتو پرمهال د داعش ډلې د درې میله کلاشینکوفونو، ۲۶ عدده د مرمیو شاژرونو، اوه لاسي بومونو او درې پوځي دریشو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دغو عملیاتو کې د داعش ډلې یوه پاکستانۍ مېرمن چې له څلورو ماشومانو سره په دغه پټنځای کې اوسېدل ټپي شوي او روغتون ته انتقال شوي دي.

ملي امنیت د دې ترڅنګ تېره ورځ په کابل ښار کې د داعش ډلې د درې کسیزې ډلې د نیول کېدو خبر هم ورکړ، چې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.