شاته

عرب ګوندونه د اسرایلو په حکومت کې د څوکیو ګټلو هڅه کوي

د اسرایلو عرب اتباع د هغه هیواد ۲۰سلنه وګړي جوړوي او د ایتلافي حکومت په رامنځ ته کېدو کې رول لوبولی شي.

که څه هم دوی هیڅلکه د اسرایلو په تاریخ کې حکومت کې برخه اخیستې نده خو ځینې په دې باور دي چې دا وضعیت د بدلېدو په حال کې دی.

یو شمیر عرب ګوندونه تمه لري چې د هغه هیواد د راتلونکې اوونۍ په ټاکنو کې د "القائمة المشتركة‎‎" په نامه په یوه ایتلاف کې د دریو څوکیو د ګټلو لپاره هڅې پیل کړي.

احمد تبي د اسرایلو د پارلمان غړی وايي: " زموږ ټولنې ته د القایمه مشترکه په توګه دا پیغام دی چې ولاړ شئ او رایه ورکړئ څو نفوذ ولرئ. دا ستاسو حق دی په ځانګړې توګه د ټاکنو په ورځ چې زموږ واقعیت بدل کړئ."

د اسرائیلو د پارلمان غړی یوسف جبارین وايي د عربانو رایې د بنیامین نتنیاهو د ښې اړخې حکومت له جوړلو او د هغو قوانینو د تصویب په مخنیوي کې ګټورې ثابتیدلی شي چې د اسرایلو له عرب اتباعو سره تبعیض کوي.

د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو د اسرایلو په پوهنتونونو او پارلمان کې د عرب اتباعو د مخ په زیاتیدونکي شمیر ته په اشارې وار وار د عربو په وړاندې د تبعیض ادعاګانې رد کړي دي.

د اسرائیلو عرب اتباع وايي چې د دوی لوی مشکلات په هغو سیمو کې چې دوی ژوند کوي د جرمونو د کچې زیاتیدل او د دوی په باور د توکمپالنې تګلارې دي.

اکثریت د جلا فلسطیني دولت ملاتړ کوي او ویره لري که چیرې نتانیاهو ټاکنې وګټي د داسې دولت رامنځ ته کیدو احتمال به بلکل له منځه ولاړ شي.

خو که د دوی "القائمه مشترکه " ایتلاف په کافي اندازه څوکۍ وگټي د راتلونکې حکومت په جوړولو کې به مهم رول ولوبوي.

پنځه میاشتې مخکې د اسرایلو په وروستیو ټاکنو کې د اسرائیلو شاوخوا نیمايي عربتو اتباعو رایې ورکړې وې.

په ۲۰۱۵ کال کې د اسرایلو په پارلمان کې د عربو ګوندونو استازیتوب له ۱۳ غړو څخه ۹ ته راټیټ شوی وو.