شاته

روحاني: امریکا دې د جگړه غوښتونکو نه ځان وساتي

د ایران ولسمشر ویلي دی چې واشنگټن دې ځان د هغه کسانو نه لیري کړي چې جنگ خوښوي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل امنیت د سلاکار د دندې د لیرې کولو د پریکړې نه وروسته ویلي دي چې امریکا دې خپل ځان د جنگ غوښتونکو نه وساتي. ایران د امریکا سره د خبرو لپاره د بندیزونو د لیرې کولو شرط هم تکرار کړیدی.

ښاغلي روحاني د ایران دولتي ټلویژن ته د جان بولټن د نوم د څرگندولو پرته وویل:

"امریکا دې ځان پوهه کړي. د جنگ خوښوونکو نه دې ځان لیري کړي. د ایران د مقاومت پالیسي به تر هغه پورې تغیر و نه خوري تر څو چې زمونږ دښمن په مونږ فشار ته ادامه ورکړي."

د ټرمپ د امنیتي سلاکار جان بولټن د ایران په اړه سخت دریځ لرلو. د هغه د لیرې کیدو سره داسې امکانات رامنځته شویدي چې کیدی شي د ایران سره د خبرو لپاره لاره هواره شي خو ایران وایي چې تر څو په هغوي لگیدلې اقتصادي بندیزونه نه وي لیري کړل شوي، خبرې نه کوي.

امریکا د ایران سره په ٢٠١٥ کال کې د اتومي وسلو په سر د شوې موافقې نه د وتلو وروسته په دغه ملک اقتصادي بندیزونه لگولي دي او د هغه وروسته یې اړېکې خرابې دي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې ایران غواړي د امریکا سره خبرې وکړي او د دواړو ملکونو تر منځ به د خبرو د لارې مسله حل شي.