BBC
 شاته

د کندهار د کار او ټولیزو چارو رییس په "مرموز ډول" وژل شوی

د افغانستان په سوېل کې چارواکي وایي؛ د کندهار د کار او ټولیزو چارو رییس نظرعلي قاطع تېره شپه د کندهار ښار عینو مېنه کې په ډزو وژل شوی. د هغه د وژنې انګېزه لا څرګنده نه ده او نه یې هم د وژنې تور پر چا پورې شوی، خو د زابل پولیسو تېره شپه د هغه ډرېور نیولی.