شاته

د افغان کړکېچ د هواري یوازینۍ لار 'بین الافغاني' خبرې دي ـ ملګري ملتونه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر تدامیچي یاماموتو وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.

تدامیچي یاماموتو پرون سې شنبه د سپټمبر پر ۱۰مه«وږې۱۹مه» د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پرمهال ویلي، چې د افغانستان د کړکېچ د هواري یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې دي.

نوموړي زیاته کړې:"د وروستیو ورځو او وروستیو اونیو پېښو دا وښودله چې په افغانستان کې اوږد مهاله کړکېچ سیاسي حل لارې ته اړتیا لري."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر همدارنګه ویلي، ملګرو ملتونه د افغانستان د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ ته چمتو دي.

هغه همدارنګه زیاته کړې، د دې سره سره چې د افغان سولې په اړه وروستیو هڅو خلکو ته زیاتې هیلې پیدا کړي، خو وایي، له ځینو کسانو سره یې د خپلو لاسته راوړنو د زیانمنېدو په اړه هم اندېښنې موجودې دي.

یاماموتو ویلي:"په‌دې برخه کې په ځانګړي ډول مېرمنې د افغانستان په راتلونکي اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د دوی پر ګډون د محدودیتونو په اړه اندېښنه لري."

نوموړي ټینګار کړی، چې په هر سیاسي جوړ جاړي کې باید د ټولو افغانانو سیاسي او ټولنیز حقوق خوندي شي.

یاماموتو پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د امریکا ولسمشر د تېرې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو وروستي موټر بم په غبرګون کې چې یو امریکايي او ۱۱ افغان وګړي پکښي ووژل شول له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

تر ټرمپ یوه ورځ وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل، که طالبان له تاوتریخوالې لاس واخلي، ممکن د سولې خبرې بیا ورسره پیل شي.

د افغانستان حکومت که څه هم له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو د لغوه کېدو هر کلی وکړ، خو زیاته کړه، چې له طالبانو سره هغه مهال خبرې کوي، چې تاوتریخوالي بند کړي او بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر غني روانه اونۍ په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست د سرپرست د معرفي کولو پرمهال وویل، چې له اوربند پرته د هر ډول مذاکراتو تر سره کول امکان نه لري.