BBC
 شاته

د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو د ولکې ګواښ ته د عربانو غبرګون

عربي هېوادونو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه پلان محکوم کړی چې وايي د فلسطین نیول شوې خاورې دریمه مهمه برخه به د اسرائیلو له خاورې سره ورګډه کړي. تېره ورځ د اسرائیلو لومړي وزیر ژمنه وکړه که دی بیا د لومړي وزیر څوکۍ وګټي نو دغه سیمه کې به د اسرائیلو حاکمیت پلی کړي.