شاته

طالبانو د تخار ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ نیولي ـ چارواکي

د تخار سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه او نن سهار تر پراخو بریدونو وروسته د تخار ولایت ینګي قلعه او درقد ولسوالۍ ونیولې.

د والي ویاند جواد هجري نن سې شنبه د «وږې پر۱۹مه»امریکا غږ ته وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د طالبانو تر بریدونو وروسته د ملکي تلفاتو د مخنیوي په هدف له ینګي قلعه ولسوالۍ څخه تکیکي پر شاتګ کړی دی.

هغه وویل:"تېره شپه اته بجې د دې لپاره چې د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي، افغان ځواکونو پر شاتګ کړی دی او مخالفینو تر هغه وروسته د ولسوالۍ مرکز نیولی دی."

نوموړ همدارنګه زیاته کړه، چې نن سهار نهه بجې د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ مرکز هم د وسله والو طالبانو لاسته لوېدلی دی.

د تخار د والي ویاند همدارنګه زیاته کړه، چې افغان امنیتي ځواکونه له یادو ولسوالیو څخه په بشپړه توګه نه دي وتلي او دا مهال یې له طالبانو څخه بېرته د نیولو عملیات پیل کړي دي.

هغه وویل:"په دواړو ولسوالیو کې زموږ امنیتي سرتېري حضور لري، کمکي سرتېري سمې ته رسېدلي دي،ممکن تر څو ساعتونو وضعیت تغیر وکړي،زموږ د معلوماتو له‌مخې، هم په ینګي قلعه او هم درقد کې طالبانو پر شاتګ کړی دی."

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د دغو دواړو ولسوالیو د نیولو ترڅنګ یو شمېر افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

خو سیمه ییز چارواکي وايي، د ولسوالۍ د نیولو پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

یوه ورځ مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوي وې.

پر همدې مهال د تخار د ولایتي شورا غړي وايي، چې طالبانو د ینګي قلعه ولسوالۍ تر نیولو وروسته د دغه ولسوالۍ ودانۍ سوځولې ده.

د تخار د ولایتي شورا یوه غړي اعظم افضلي امریکا غږ ته وویل:"دغه ولسوالي تېره ورځ محاصره وه، د لارې پر سر مخالفینو کمین نیولی و، لاره اوږده وه پرسونل د روستاق له طرفه ولاړی، فعلاً ینګي قلعه د طالبانو لاس کې ده، او معلومات داښيي چې طالبانو د ولسوالۍ ودانۍ سوځولې ده."

ینګي قلعه د تخار مرکز تالقان څخه په سل کیلومترۍ کې پرته ده چې د دغه ولایت له ناامنه ولسوالیو څخه شمېرل کېږي.

تخار ولایت له تاجکستان سره پر پوله پروت ولایت دی چې اکثره ولسوالۍ یې له دغه هېواد سره پر پوله پرتې دي.

دا په داسې حال کې ده په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال ختیځو ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی.

تېره ورځ طالبانو د تخار ګاونډ کندز کې د دشت ارچي ولسوالي ونیول او د افغانستان دفاع وزارت بیا په بدخشان ولایت کې له طالبانو څخه د یمګان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ.