شاته

د روسیې ښاري انتخاباتو کې د پوتین ملاتړي ګوند تر پخوا لږې څوکۍ ګټلي

د روسیې د ښاري شوراګانو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې ښيي چې د متحدې روسیې واکمن ګوند چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ملاتړ کوي، تر پخوا وختونو لږې رأیې اخیستې دي.

داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر د سیاسي مخالف الکسي ناوالني له‌خوا انتخاباتي ستراتېژي ښایي بریالۍ وه.

دغه انتخابات د سپټمبر په اتمه د دغه هېواد په ټولو سیمو کې وشوې، خو تر ټولو ډېر پام پلازمېنې مسکو ته وو.

وروسته له هغې چې ډېری خپلواک کاندیدان په دغو انتخاباتو کې له ګډونه منع شول، مسکو د پراخو اعتراضونو شاهد وو.

د متحدې روسیې ګوند کاندید د مسکو د دوما له ۴۵ څوکیو څخه ۲۵ اخیستي چې په پارلمان کې د اکثریت خپلولو لپاره کافي دي، خو دا شمېر په ۲۰۱۴ کال کې د ګټلو څوکیو په پرتله کم دی.

په تېرو ټاکنو کې د روسیې متحد ګوند ۲۸ څوکۍ ګټلې وې او ۱۰ نورې هم هغو خپلواکو کاندیدانو ګټلې وې چې د دغه ګوند ملاتړ یې کاوه.

خو د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف ویلي، د متحدې روسیې ګوند په مسکو کې له خنډونو سره سره ښه پر مخ تللی دی.

د روسیې د ښاري شوراګانو انتخابات په هرو پنځو کلونو کې، یو ځل ترسره کېږي.