شاته

ټرمپ: د روحاني سره ملاقات کولی شم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې هغه د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ملاقات کولی شي او دا چې هغه د ولسمشر روحاني سره مخامخ ملاقات کې هیڅ مشکل نه ویني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي دي چې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ملاقات کولی شي.

روحاني ویلي دي چې ایران به تر هغه پورې د امریکا سره خبرې و نه کړي تر څو چې امریکا د ایران ټول اقتصادي بندیزونه لیرې نه کړي.

امریکا د ایران سره په ٢٠١٥ کال کې د اتومي وسلو په سر د شوې موافقې نه د وتلو وروسته په دغه ملک اقتصادي بندیزونه لگولي دي او د هغه وروسته یې اړېکې خرابې دي.

ولسمشر ټرمپ څو ورځې مخکې ویلي و چې ایران غواړي د امریکا سره خبرې وکړي او د دواړو ملکونو تر منځ به د خبرو د لارې مسله حل شي.