شاته

کابل کې د افغان او ایراني ماشین الاتو نندراتون پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ نندارتون جوړول ددې لامل کیږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکي پياوړې شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي نن په کابل کې د افغانستان او ایران د وړو صنایعو د ماشین الاتو د ګډ نندارتون د پرانیستي پرمهال وویل چې، د دواړو هېوادونو سوداګر کولای شي د یادو نندارتونو په جوړولو سره خپلې تجربې شریکې کړي.

له بلې خوا د ایران د سوداګرۍ اوصنایعو خونې رئیس مهندس افخي وویل چې، هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه ډول نور نندارتونونه هم جوړ کړی.

په دغه نندراتون کې د وړو صنایعو ماشین آلات د ۴ ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي.