BBC
 شاته

امریکا دفاع وزير: موږ له طالبانو سره هر ډول معامله نه منو

د امريکا د دفاع وزير مارک اېسپر چې په پاريس کې یې د فرانسې وسله والو ځواکونو له وزيرې سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وويل، داسې حال کې چې دوی له طالبانو سره يو سياسي جوړجاړي ته درسېدو په لټه کې دي، واشنګټن به یې په وينا د هر ډول تړون منلو ته غاړه نه ږدي.