BBC
 شاته

''وسله والو طالبانو د فراه انار درې ولسوالۍ نیولې''

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، نن 'جمعه سپتمبر ۶' د فراه انار درې ولسوالۍ وسله والو طالبانو ونیوله. د پولیسو ویاند محب الله محب بي بي سي ته وویل، پولیس له ولسوالۍ وتلي دي. له دې مخکې وسله والو طالبانو د فراه پر مرکز هم برید وکړ، خو چارواکي وايي، بېرته یې په شا وتمبول.