شاته
کابل کې د طالبانو موټربم برید ۱۰ ولسي وګړي وژلي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل ښار نهمې امنیتي حوزې اړوند شش درک سیمه کې د تونس په مټ موټربم برید شوی، چې په وینا لس ولسي وګړي یې وژلي او ۴۲ نور یې ټپیان کړي دي. د برید مسؤولیت طالبانو منلې او ادعا کوي چې د برید هدف یې بهرنیان وو.