شاته

چارواکي: په کندهار کې ۴ غلچکي بريدګر او ۵ وسله وال طالبان نيول شوي

د کندهار امنيه قومانداني وايي، څلور مشکوک غلچکي بريدګر او پنځه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي ازادي راډيو ته وويل چې دغه مشکوک کسان د يوې اوونۍ په لړ کې نيول شوي دي.

دی وایي: په نيول شويو کسانو کې ٤ تنه غلچکي بريدګر دي چې د ښار په حوزو کې يې پر پوليسو غلچکي بريدونه کول چې ځيني پوليس د دوى له کبله شهيدان او ځينې ټپيان شوي دي، ٥ تنه يې جنګي طالبان وو چې په ولسواليو کې جنګېدل.

ښاغلى بارکزى وايي، نيولو شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

بل خوا ځانګړو ځواکونو ويلي چې په غزني کې يې د طالبانو د رهبرۍ يو مرکز ويجاړ کړى دى.

په کندهار کې دېره د ځانګړو ځواکونو صفر درې قطعې ويلي چې دغه عمليات تېره شپه د غزني په ناوې ولسوالۍ کې شوي دي.

صفر درې قطعې په خپله اعلاميه کې ويلي چې په دغه مرکز کې وسله والو طالبانو خپل جنګي فعاليتونه تنظيمول.

وسله والو طالبانو د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.